Home » افغانستان » معصوم ستانکزی:طالبان باید هر څه ژر اوربند وکړي
رویداد خبري آژانس

معصوم ستانکزی:طالبان باید هر څه ژر اوربند وکړي

که طالبان د ملکي افغانانو د وژنې د روان بهیر دریدو ته ژمن وي نو ژر تر ژره دې اوربند وکړي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په تازه ټوېټ کې په کابل پوهنتون کې وروستۍ خونړۍ پېښه غندلې ده او په خبره یې ددې ټولو بریدونو او وحشتونو مرکز یو دی خو له بېلو څانګو فعالیت ترسره کوي.

ستانکزي ویلي که طالبان په رښتیا د وینې درولو ته ژمن وي او غواړي ددښمن لاس د افغانانو له مرۍ لنډ کړي نو ژر تر ژره دې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته دې ادامه ورکړي.

نوموړي وسله والو طالبانو ته په اشارې ویلي چې په دې برید کې ښکېل دي او ځانونه د مسوولیت په نه منلو نه شي خلاصولی.

معصوم ستانکزی همدا راز وایي چې دغه خونړۍ او وحشتناکه پېښه د ترسره کوونکو پر تندي تور داغ دی چې هېڅ وخت به و نه بښل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...