کابل کې نن دوشنبه د (لړم په ۱۰مه) يو شمېر ښځو د حکومت له لوري د دوی پر کار او زدهکړو د لګول شوي محدوديت پر وړاندې اعتراض وکړ.
دا ميرمنې د کابل په شهرنو پارک کې راټولې وې او له ځان سره يې خپل تحصلي اسنا هم د اعتراض په توګه راوړي وو. دوی چې د (ځواکمنو ميرمنو اصلي خوځښت) په نوم د يوه بنسټ غړي دي ټينګار کوي، چې چارواکي دې په حکومتي چاوکاټ کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي او په دندو دې يې وګماري.
يادې معترضې ميرمنې وايي، چې د خپل ظرفيت او پوهنې په اساس په حکومت کې هم د کار کولو اجازه غواړي او تمه څرګندوي، چې مسوول چارواکي به يې غږ واوري.
د جوليا پارسي په نوم يوه معترضه ميرمن وايي، افغان ميرمنې د خپل هېواد په ټولو سياسي او ټولنيزو چارواکې د ونډې لرلو غوښتونکي دي او زياتوي چې حکومت دې د دوی دغه شرعي حق خوندي کړي.
نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې امنيتي ځواکونو اعتراض ته کولو ته نه دي پرېښي او اجازه يې نه ده ورکړې څو خپل اعتراض ته دوام ورکړي.