Home » سیمه او نړی » مصر کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې په اړه خبرې پیل شوې

مصر کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې په اړه خبرې پیل شوې

د اسراییلو او حماس چارواکو پرون (جمعه، د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې مصر په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل کړې دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر یو غړي، بسام نعیم د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې په تېرو څو ورځو کې په غزې کې د جګړو پای ته رسولو، برمته شویو کسانو خوشې کېدو او په اسراییلو کې د فلسطیني بندیانو خوشې کېدو لپاره د سولې په تړاو هلې ځلې شوې دي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې امریکا هم هڅې وکړې چې د غزې او اسراییلو تر منځ جګړه پایته ورسوي خو هڅې یې لا بې پایلې دي.

د امریکا تر څنګ، قطر او مصر په دې خبرو کې منځګړیتوب کوي او حماس هم ویلي چې په غزه کې اوربند ته چمتو دي او د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اسراییلو فشار راوړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...