Home » افغانستان » مصر علماوو شورا مشر: د ښځو تعليم لپاره دې کافي هڅې وشي

مصر علماوو شورا مشر: د ښځو تعليم لپاره دې کافي هڅې وشي

د مصر علماوو شورا رئيس شېخ احمد الطيب وايي، د اسلام په راتګ سره ښځو ته د حقونو نه ورکولو په اړه ټول توپيرونه له منځه لاړل او د ټولنې دې قشر ته يې د اساسي حقونو بشپړ چوکاټ وضعه کړ.

نوموړي د نجونو نړيوالې ورځې په مناسبت د ټوېټر په يوه پيغام کې غوښتنه کړې، چې د ښځو د تعليم په برخه دې ټول پوره هڅې وکړي  اود  دوی د زده‌کړو حق ته بايد درناوی وشي.

نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی ياد کړی خو دا چې په ټوېټر کې يې دغه پيغام په پښتو ليکلی، دا جوته کوي چې موخه يې افغانستان دی.

دامهال له کندهار، جوزجان او بلخ پرته لا هم د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځي ته لاړې شي.

عام افغانان هم نيوکه کوي چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې هېڅ موانع نشته او اسلامي امارت دې هر څه ژر ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيزي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...