د امریکا، روسیه، چین او پاکستان استازي په مسکو کې د افغانستان له ښکیلو خواو غواړي چې سمدستي اوربند دې وکړي.
د افغان سولې لپاره د روسیې په مسکو کې د خبرو په پای کې یاد هېوادونه په ګډه سره د جګړې دواړو لوریو ته د سولې تړون بلنه ورکړې ده.
دغو هېوادونو پر طالبانو او امنيتي ځواکونو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له طالبانو غوښتې چې په پسرلي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي.
امریکا، روسیه، چین او پاکستان هېوادونو ژمنې کړي چې که په افغانستان سوله وشي دوی به یې اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.
د مسکو په غونډه کې د افغانستان د دولت استازیو، د طالبانو چارواکو، همدا راز د روسیې، چین، پاکستان او د امریکا د متحدایالاتونو استازیو ګډون وکړی و.