Home » افغانستان » مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو ګمارل شوي ډيپلوماټ ته وسپارل شو

مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو ګمارل شوي ډيپلوماټ ته وسپارل شو

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې په مسکو کې د افغانستان سفارت پرون شنبه د (وري په ۲۰مه) رسما نوي ګمارل شوي ډيپلوماټ ته وسپارل شو.

بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې دا ګام د روسيې او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو پراختيا او ټينګښت ته د زمينې په برابرولو کې مثبت بللی دی.

په اعلاميه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت حق لري څو له هېواد دباندي د افغانستان ټولې سياسي استازولۍ مديريت او کنټرول کړي.

دا کار وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ روسيې د اسلامي امارت له لوري مسکو ته د لېږل شوي يوه ډيپلوماټ باورليک ومانه. که څه هم روسيې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو له دې وړاندې يې له طالبانو سره د سياسي اړيکو لرلو په موخه شين څراغ ښودلی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...