Home » سیمه او نړی » مسکو له واشنګټن سره په انقرې کې د اختلاف کمولو مذاکرات تائيد کړل

مسکو له واشنګټن سره په انقرې کې د اختلاف کمولو مذاکرات تائيد کړل

د روسيې کريملېن ماڼۍ د هغو راپورونو پخلی کړی، چې په  کې د امريکا او روسي استازو ترمنځ د مذاکراتو خبرونه ورکړل شوي وو.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وياند ديميتري پسکوف ويلي، چې کريملېن په ترکيې کې له امريکا سره د ستونزو کمولو په موخه د مذاکراتو تائيد کوي.

هغه زياته کړې، چې دا مذاکرات د ترکيې په همکارۍ د امريکا په ابتکار پيل شوي؛ خو دا يې نه ده واضيح کړې چې د يادو مذاکراتو پرمهال پر کومو عمده ټکو بحث کېدونکی دی؟

له دې سره هم‌مهاله د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردغان دفتر د بهرنيو اړيکو رئيس فخرالدين التون اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې په ترکيې کې د امريکا او روسيې د استخباراتو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو پخلی کوي. نوموړي ويلي چې دا مذاکرات د ترکيې استخباراتو په منځګړيتوب ترسره کېږي.

التون که څه هم په څرګند ډول د مذاکراتي اجنډا په اړه څه نه دي ويلي، خو اشاره يې کړې د يادو مذاکراتو په جريان کې به پر نړيوال امنيت او له اټومي وسلو پر ګټې اخيستنې بحث وشي.

له دې وړاندې سپينې ماڼۍ ويلي وو، چې د امريکا د استخباراتي ادارې ياCIA  مشر وېليم برنز د روسيې د بهرنيو استخباراتو له مشر سرګې ناريشکين سره د ليدنې په موخه ترکيې ته تللی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...