د وزيرستان مسيدو جرګې غړو چې د يادې سيمې له قومي مشرانو جوړه ده، د تحريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې له مشرانو سره په قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګښت په اړه خبرې کړي دي.
د جرګې غړو ويلي، چې د ټيټيپي ډلې له مشرانو سره يې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ليدلي او ورسره يې په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ مخنيوي په اړه مذاکرات کړي.
د دې جرګې غړو چې بېرته وزيرستان ته ستانه شوي رسنيو ته ويلي، چې په قبايلي سيمو کې د هر ډول ستونو د مخنيوي په موخه مذاکراتو ته ترجيح ورکوي او په خبره يې له دې لارې به په تفاهم سره ستونزې حل کړي.
خو پښتون ژغورنې غورځنګ بيا په يادو سيمو کې د امنيت ټينګښت د پاکستان د حکومت مسووليت بولي او زياتوي چې حکومت بايد د خپل مسووليت په پام کې نيولو سره امنيت ټينګ او خلکو سهولتونه برابر کړي.
ټاکل شوې نن يکشنبه د مسيدو جرګه يو وار بيا د سوېلي وزيرستان په مکين کې د امنيت ټينګښت او دغه راز له تحريک طالبان پاکستان سره د شوو مذاکراتو پر سر د بحث لپاره سره راغونډ شي.