د ایران او د هغې د متحدینو له ګواښونو وروسته، د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ د زمري په ۱۲مه اعلان وکړ چې په منځني ختېځ کې به ډېرې جنګي الوتکې او جنګي بېړۍ ځای پرځای کړي.
په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر، اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته په منځني ختېځ کې کړکېچ زیات شو.
ایران د هنیه د وژنې پړه پر اسراییلو اچولې او ویلي یې دي چې اسراییل به په دې کار سره خپله سزا وویني.
د رویټرز په وینا، پنټاګون په یوه بیانیه کې ویلي: “د دفاع وزیر د متحده ایالاتو د ځواکونو د ساتنې د ښه کولو، د اسراییلو د ملاتړ د زیاتولو او د مختلفو احتمالي پېښو په وړاندې د ځواب ویلو لپاره د متحده ایالاتو چمتووالي ډاډمنولو امر کړی دی.”
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین منځني ختېځ او اروپا ته د امریکا د سمندري ځواکونو د اضافي جنګي بېړیو او ویجاړونکو الوتکو د استول تایید کړي. دا کښتۍ کولای شي بالستیک توغندي وتوغوي.
د دغه راپور له مخې، امریکا منځني ختېځ ته د جنګي الوتکو یوه اضافي سکاډران هم لېږي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو له لومړي وزیر نتنیاهو سره په ټلیفون کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په څېر ګواښونو په وړاندې د اسراییلو د ملاتړ لپاره د متحده ایالاتو د نوي نظامي – دفاعي ځای پرځای کولو په اړه خبرې کړې دي.