شاه حسین مرتضوي وایي، رولا غني تر حبیب پدرام سل چنده ډېره وطن دوسته ده.
د ولسمشر غني د مېرمنې رولا غني د وروستیو جنجالي څرګندونو په اړه د ولسي جرګې تر غبرګون وروسته د ولسمشر ستر سلاکار شاه حسین مرتضوي ویلي چې لومړۍ مېرمن د حبیب پدرام په پرتله سل چنده ډېره هېواد دوسته ده.
مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه ل لیکلي، چې دی د رولا غني په سیاسي دریځ کار نه لري خو په وینا یې، ډاډه دی چې نوموړې د حبیب پدرام په څېر خلکو نه سل چنده انسان دوسته، په هېواد مینه او د افغانانو د اساسي حقونو جدي ملاتړ کوونکې ده.
رولا غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې ولسي جرګه د پېر او پلور په مرکز بدله شوې ده چې د نوموړې دې څرګندونو د ولسي جرګې توند غبرګونونه راپارول او هغه یې د ملت کور ته سپکاوی وبلل، خو ارګ بیا ویلي چې د نوموړې خبرې غلطې تعبیر شوې دي.