Home » سیمه او نړی » مراکش کې زورورې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي

مراکش کې زورورې زلزلې څه باندې ۸۰۰ کسان وژلي

یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله ۸۲۰ کسان وژل شوي، تر ۳۲۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰ کسانو اوښتی او د ۲۰۵ روغتیايي وضعیت خطرناک دی.

تر ټولو ډېر “مراکش” او “الحوز” ښارونه ډېر زیانمن شوي دي.

د ریکټر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه اته درجې یاد شوی دی. ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا جیولوژیکل سوسایټي د معلوماتو له مخې زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په ځمکه کې دننه پیل شوه.

لومړی ځل دا زلزله له ځايي وخت سره سم ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه او دویم ځلي یې څلور اعشاریه نهه درجو ټکانونه ۱۹ دقیقې وروسته بیا محسوس شول. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي سیمو کې مړه شوي دي.

همدا راز راپورونه وايي، چې د دې زلزلې له امله د مراکش په زاړه ښار کې ځینې ودانۍ نړېدلې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...