د راپورونو له مخې د ټونس چارواکي وايي مدیترانې سمندر کې د کډوالو یوه وړه بیړۍ له ډوبېدو وروسته د ۲۰ کډوالو مړي موندل شوي دي.
راپورونه وايي دغه کډوال هڅه کوله چې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
د ټونس چارواکي رسنیو ته ویلي چې د بیړۍ د ډبېدو له پیښې ۵ تنه ژوند ایستل شوي.

دوی زیاتوي ۲۰ نورو کسان ورک دي لا معلومه نه ده چې هغوي به ژوندي وي که مړه، خو پلټنې پیل شوي دي.
رسنۍ وايي د ساحلي ساتونکو یوه ویاند دوی ته ویلي چې وژل شوي کسان تر ډېره د افریقا د سب سهارا اوسیدونکي ول.
له ژغورل شويو کسانو څخه یوه یې ویلي چې په یاده کښتۍ کې ۵۰ تنه کډوال سپاره ول او د ایټالیا په لور روان ول.