د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چې هند د پاکستان پر ضد د برید په فکر کې دی او که چېرې هند پرې بريد وکړي؛ نو د افغانستان د سولې پروسه به زيانمنه شي.
قریشي په متحده عربي اماراتو کې له خپل دوه ورځني سفر وروسته یوې غونډې ته ویلي، چې اسلام اباد د هند د بریدونه په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او له نړیوالو سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده.
هغه زياته کړې، داسې راپورونه او معلومات يې ترلاسه کړي دي چې هند غواړي پر پاکستان بريد وکړي .
نوموړي ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه به په افغانستان کې د سولې په پروسې منفي اغېز وکړي. هغه ویلي، د دې ذمه واري به د هندوستان پر غاړه وي. د قریشي په وینا هند د خپلو وګړو د پام اړولو په غرض په پاکستان برید کول غواړي.
قريشي ويلي، چې په هندوستان کې د لږکيو او کشميريانو پر وړاندې د هندي حکومت ظلمونه زيات شوي او په دې موخه چې له دې ظلمونو څخه د خلکو او نړيوالو پام وراخوا کړي، غواړي پر پاکستان يرغل وکړي.
د نوموړي په وينا، که چېرې هندوستان داسې کومه تېروتنه وکړي، نو پاکستان به يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
هغه په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې هندوستان دې د هغه په وېنا په سیمه کې د بې ثباتۍ راپارولو نه منع کړي. هندي چارواکو د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم هندوستان د پاکستان پر بالاکوټ سيمې هوايي بريدونه کړي چې تر هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډه نښته هم شوې وه.