د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې یوشمېر کړۍ غواړي پاکستان نا امنه کړي.
فارس خبري اژانس د ګلف ټایمز په حواله د قریشي له قوله ویلي، داسې ښکاري چې افغانستان کې یو شمېر متخاصم قوتونه د راټولېدو په حال کې دي او هڅه یې دا ده چې پاکستان په نښه او ناکرار کړي.
قریشي په کوټه او پیښور کې وروستیو چاودنو ته په اشارې ویلي، نباید له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کار واخیستل شي.
نوموړي له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان سوله د پاکستان د امن او ثبات مانا لري او دوی به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.