Home » افغانستان » محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغی

محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې محمد نبي نن (سه شنبې، د زمري ۲۳مه) کابل ته راغلی دی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږيزې په لیګ کې به محمد نبي د «مس‌عینک» په لوبډله کې لوبېږي.
د کرکټ شپږيزې لیګ پرون ( دوشنبې، د زمري په ۲۲مه) په کابل کې پيل شو.
په سږني لیګ لوبډلې د امو نهګان، بندامیر ښاماران، بست ساتونکي، سپین غر پړانګان او میس عینک لوبډلې شاملې دي.

د ویلو ده چې د کرکټ یو شمېر افغان ستوري لکه راشد خان، مجیب‌الرحمن او رحمان‌الله گربز، هم دې لیګ ته بلل شوي، خو لا نه دي راغلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...