Home » سپورټ » محمد جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو
رویداد خبري آژانس

محمد جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

ليکوال، ژوناليست او خبريال محمد جعفر هاند د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د افغان کرکټ افتخاري سفیر وټاکل شو٠

ښاغلي هاند د کرکټ په ډګر کې د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې اثر په دې وروستیو کې له چاپه راوتلی چې پکې د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته اشاره شوې ده.

پرون يکشنبې د اکتوبر ١١ (تلې ٢٠) د کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي:”افغانستان کرکټ بورډ، د هېواد پېژندل شوي خبریال او کرکټ شنونکي ښاغلي محمد جعفر هاند ته د کرکټ په ډګر کې د غوره خدمتونو، د کرکټ د غوره پوښښ، د کرکټ اړوند څېړنیز راپورونو او نوي اثر لیکلو له امله د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړ”

رویداد خبري آژانس

د بيان له مخې د افغانستان دکرکټ بورډ ريس فرهان يوسفزي ويلي هرهغه څوک چې کرکټ ته خبري پوښښ ورکوي کړنې ستايل کيږي٠

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه:”دا چې ښاغلی جعفر هاند ډېری وخت پر کرکټ غوره څېړنيز راپورونه لیکي، کرکټ ته ژور پوښښ ورکوي او په دې وروستیو کې یې د کرکټ په اړه په زړه پوري او هر اړخیز کتاب هم لیکلی دی؛ د اداري په استازیتوب ورته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر ویاړ ورکوم، ترڅو نوموړی لا ډېر وهڅول شي او افغان کرکټ ته لا ډېر خدمتونه وکړي.”

کرکټ بورډ وايي چې د بورډ رييس د ښاغلي هاند د نوي لیکل شوي اثر۲۰۰ جلده کتابونه هم په خپل شخصي لګښت پېرلي او په وینا یې، د مرکزي دفتر سربېره به یې د ادارې زونونو ته هم ولېږي.

کرکټ بورډ وايي چې ليکوال او خبريال محمد جعفر هاند د کرکټ په اړه په خپل نوي کتاب کې د افغان کرکټ په اړه جالب او هر اړخیز معلومات راغونډ کړي، چې په وينا يې په ورته ډول کې لومړنی کتاب دی چې په دومره ښه ډول او ژور تحقیق او څېړنې سره لیکل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...