محمد تمیم نسیمي، چې د کاردان پوهنتون محصل او د قران کریم حافظ دی، زده کړه د ښې راتلونکې لپاره غوره ټاکنه ګڼي. له همدې امله، هغه د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې زده کړې کوي، ترڅو په راتلوونکي کې د یو بریالي سوداګر کېدو لپاره اړین روزنه ترلاسه کړي.
ښاغلی نسیمي د قران کریم حافظ دی او په عربي ژبه هم تسلط لري. هغه تر اوسه دوې سوداګریزې پروژې جوړې کړې، ترڅو په راتلوونکي کې یې په افغانستان کې پلي کړي.
نسیمي ځوانانو ته وایي: «د هېواد د ژغورلو یوازینۍ حل لاره تعلیم او تحصیل دی. د زده کړې په مرسته، کولی شو خپل ځان، کورنۍ، ټولنه او هېواد د یوې ښې راتلوونکې په لور روان کړو.»