Home » افغانستان » محمد اقبال سعيد د کونړ والي وټاکل شو
رویداد خبري آژانس
محمد اقبال سعید

محمد اقبال سعيد د کونړ والي وټاکل شو

په ختيځ کې د کونړ ولايت لپاره محمد اقبال سعيد د نوي والي په توګه وټاکل شو، د کونړ مخکېنى والي عبدالستار ميرزکوال و.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي: ((د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ٩٤٧ شمېرې حکم په اساس، محمد اقبال سعيد د کونړ د نولي والي په توګه وټاکل شو.))

دغه اداره وايي، چې محمد اقبال سعيد لوړه زده کړې کړي دي او د کار پرېمانه تجربه لري.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې بيا د کونړ له مخکېني والي عبدالستار ميرزکوال څخه په ياد ولايت کې د پرېمانه کار له امله مننه کړې ده او نوي والي ته يې په ورسپارل شويو چارو کې بريا غوښتې ده.

عبدالستار ميرزکوال چې په کونړ کې يې څو کاله د والي په توګه ترسره کړل، په ټولنيزو رسنيو کې پرې د کونړ مدني فعالانو او نورو اوسېدونکو سختې نيوکې کولې او له کونړ څخه د هغه په ليرې کېدو يې د خوشحالۍ څرګندونه کړې وه.

د کونړ مخکېنى والي عبدالستار ميرزکوال بيا په کندوز ولايت کې د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى. د کندوز مخکېني والي عبدالجبار نعيمي له ياد ولايت څخه څو مياشتې مخکې استعفا ورکړې وه.

د يادولو وړ ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د نوي حکومت له راتلو وروسته شاوخوا يوه مياشت کېږي چې د يو شمېر ولايتونو واليان بدل شوي دي.

ځينو ولايتونو ته نوي واليان ټاکل شوي دي او ځينو ولايتونو ته بيا واليان له نورو ولايتونو څخه تبديل شوي دي، چې په دې لړ کې د خوست، پکتيا، لغمان، باميان، نورستان، بغلان، فراه او نورو ولايتونو لپاره نوي واليان ټاکل شوي دي او همدا راز ځينې واليان بيا له نورو ولايتونو ورته تبديل شوي دي.

.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...