Home » اقتصادی » محرابي: د نغدو مرستو بندېدل به د افغانۍ ثبات ته زیان ورسوي

محرابي: د نغدو مرستو بندېدل به د افغانۍ ثبات ته زیان ورسوي

د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي وايي د هغو نغدو پیسو لېږد چې د بشرپاله مرستو لپاره افغاستان ته ورکول کېږي د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له نیمايي ځنډول شوي دي.

نوموړی وايي، چې بشري مرستې د افغانۍ په ثبات کې مهم رول لري. هغه ویلي چې د افغانستان د اووه مېلیارډ ډالره شتمنۍ د کنګل کېدو له امله به د بانکي انتقالاتو له درېدو سره جوخت د بشري مرستو درېدل د بیو د لوړېدو، د روغتیا او پوهنې په برخه کې د معاشونو د ورکړې د بندېدو او دغه راز د وزګارتیا د زیاتېدو لامل شي.

محرابي وایي، د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېر نور هم له لوږې سره مخ دي او د مرستو بندېدل به د بې وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي و، چې له اړمنو سره د مرستې لپاره څه باندې درې مېلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان بانک که څه هم د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفټس تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د پروازونو د نشتوالي په سبب کابل ته د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالریزې بستې نه‌دي استول شوي.

تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ ملیونه امریکايي ډالر د افغانستان بانک ته سپارل، چې په دې وروستیو اوونیو کې د طالبانو لخوا د ښځو د زدکړو او کار باندې د بندیز لګیدو له امله دغه مرستې بندي شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...