د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره شپه په کابل پوهنتون کې د پیښې له سیمې څخه تر لیدنې وروسته د پیښې د ټپیانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی وو او له هغوی سره یې خواخوږي کړې.
د ملي امنیت شورا څخه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وویل د دا ډول پیښو عاملین طالبان دي. نوموړي د روغتون مسوولینو ته وویل، چې زخمیانو ته بشپړه او عاجله رسیدګي وکړي.
د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل چې، پر فرهنګ، علم او محصلینو برید خورا بزدلانه عمل دی او طالبانو نشي کولای د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دغې جنایت څخه برائت تر لاسه کړي.
پرون له پېښې وروسته د افغانستان لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل ټویټر پاڼه کې لیکي وو: “پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره استخباراتي ناکامي او انساني ناورین دی. دا برید د طالبانو او د هغه د ملګرو ماتیدونکی ضمیر ښيي دا برید نن اوله نن وروسته هیڅ توجیه نه لري، لعنت دې وي پر طالب، د دوی په همفکرانو او ملاتړ کوونکو.”
خو له برید څخه شیبه وروسته طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امرالله صالح خبرو ته په ټویټر پاڼه کې لیکلي چې: امرالله صالح چې په سپينو سترګو دروغ ویلي شي او پړه پرامارت اچولی شي، داسې جعلي صحنه سازي هم ورته آسانه ده.
څرنګ ممکنه ده چې د څو ساعتونو په مخه په جګړه بوخت بریدګر په دیوالونو خطاطۍ ته وخت پيدا کړي اوپه میرزايي خط امارت ولیکي؟
دبریدونو ځای ته د امارت د بیرغ د وړلو ضرورت څه شی ده؟
دا په داسې حال کې ده چې په پروني برید کې شاوخوا ۱۹ استادان او زده کړیالان ووژل شول او ۴۰ تنه نور ټپیان شول.
د پروني پېښې مسولیت داعش په غاړه اخیستې.