د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت شورا مخکينی سلاکار حمدالله محب وايي، د امريکا په بهرني سياسي کې د لومړيتوبونو بدلون د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک پرمهال پيل او د جوبايډن د واک پرمهال پلي شول.
نوموړي له پارن پاليسۍ سره په تازه مرکه کې ويلي، د امريکا په لومړيتوبو کې دغه بدلون د دې سبب شو چې ولسمشر بايډن د يوې طرحې او پلان له موجوديت پرته خپل سرتېري له افغانستان وباسي. محب زياته کړې چې د امريکا له لوري بې پلانه له افغانستان څخه د سرتېرو ايستل د دې لامل شو چې دغلته د جمهوريت نظام سقوط وکړي.
حمدالله محب ويلي، دوی څو ځله امريکا ته وړانديز کړی و چې له افغانستان څخه خپل سرتېري په تدريجي توګه وباسي څو د جمهوريت دوام ته زمينه برابره شي؛ خو په خبره يې امريکا دا کار ونه کړ.
نوموړي په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، په ياده هوکړه کې د افغانستان حکومت څنګ ته شوی و او امريکا د خپلې جګړې د ختمولو په موخه د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته ډېر امتياز ورکړ.
محب يو وار بيا ادعا وکړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړيکو په اړه ډېر اسناد او شواهد شته او په خبره يې، طالبانو په پاکستان کې فعاليت درلود او د همدې هېواد له لوري تمويل او تجهيزېدل.