د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وایي په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه مخ په حل کېدوه ده.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح نن یکشنبه (د غبرګولي۲۳مه نېټه) په کابل کې یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې پر مهال تر ټولو ډېره اړتیا اکسیجن ته پېښه شوې ده چې له همدې امله د عامې روغتیا وزارت ټول تمرکز د اکسیجن د اړتیا پر پوره کولو دی.
د مجروح په خبره دمګړی د هېواد په ګڼو ولایتونو او د کابل په څلورو لویو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوې لګول شوې دي او دغه دستګاوې کولی شي په هر روغتون کې تر پنځوسو پورې ناروغانو ته د اکسیجن اسانتیا برابره کړي.
نوموړي همدا راز وویل چې په شمال کې له ازبېکستان او تاجکستان او د هېواد په جنوب کې یې له ایران سره د اکسیجن مرسته غوښتې ده او دوی ورسره د ورځې تر درې سوه پورې ډبې د اکسیجن د ورکړې ژمنه کړې ده.
مجروح دغه راز وایي چې ایران هم په نږدې ورځو کې د ورځې تر دوه ټانکره پورې مایع اکسیجن هرات ته لېږي او ژر به په ټولو روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي.