Home » افغانستان » مجاهد: کابل کې د علماوو غونډه د دوی په غوښتنه ترسره کېږي

مجاهد: کابل کې د علماوو غونډه د دوی په غوښتنه ترسره کېږي

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد بېګاه شپه د (چنګاښ په ۶مه) تائيد کړه، چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې ګډې لويې غونډې کوربه وي.

نوموړي په يوه ټوېټ کې ياده غونډه د ديني عالمانو او قومي مشرانو غونډه بللې او په دې توګه يې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې حکومت د لويې جرګې د دايېرولو په هڅه کې دی.

ذبيح‌الله مجاهد زياته کړې، ډېرو ديني عالمانو د حکومت له مشرتابه په ټينګار سره د يوې غونډې غوښتنه کوله او په خبره يې د حکومت مشرتابه هم د دوی غوښتنه منلې او په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د ديني عالمانو ستره غونډه ترسره شي.

نوموړي د يادې غونډې د ترکيب په اړه ويلي، چې له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمېر ديني عالمان او قومي مشران ګډون په کې ګډون ولري.

تمه وه چې اسلامي امارت به د لويې جرګې په رابللو سره د نظام بڼه تشخيص، اساسي قانون ترتيت او د يوه ګډ نظام د رامنځته کولو په اړه به د وخت له تقاضا سره سم لازمه پرېکړه وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...