د ديني عالم سردار ولي ثاقب وژل کيدو ته په غبرګون کې د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، چې ځينې کړۍ په دې هڅه کې دي څو د ديني عالمانو په نښه کولو سره، مسلمانان پر يوه او بل بدګومانه کړي او بې اتفاقۍ ته لار پرانيزي.
نوموړي نن پنجشنبه د (چنګاښ په ۲۳مه) په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې هېڅ مسلمان بايد د يادې لويې توطيې قرباني نه شي.
مجاهد زياته کړې، اړتيا ده چې په ټول خلک يو ځای د اوسني حکومت په څنګ کې ودرېږي، څو د نوموړي په خبره ياد عناصر پيدا او مجازات شي.
ديني عالم سردار ولي ثاقب د هېواد مطرح ديني عالم او په ننګرهار کې د نارنج باغ مدرسې استاذ و. د نوموړي خپلوانو ويلي، چې مولوي ثاقب پرون ناوخته د کابل په کوټيسنګي سيمه کې وژل شوی دی.
دوی زياته کړې چې مولوي ثاقب د نامالومو وسلهوالو له لوري په مرموزه توګه وژل شوی. له دې سره کورنيو چارو وزارت په دې اړه د خواشينۍ په څرګندولو ترڅنګ د پېښې د څېړلو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د يادو څېړنو پايلې به ژر له خلکو سره شريکې شي.