د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ ادعا ته په غبرګون کې، چې افغانستان یې د «ترهګرۍ سرچینه» بللې، ویلي چې پر ګاونډیانو تور پورې کول د ستونزو حللاره نه ده.
مجاهد رویداد خبري اژانس ته وویل: “موږ د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا ردوو. افغانستان پخپله د ۴۰ کلنې جګړې قرباني دی او هېڅکله نه غواړي چې په سیمهییزو جګړو کې ښکېل شي.”
مجاهد همداراز ټینګار وکړ: “د پاکستان (ټي ټي پي) مسئله یوه شل کلنه مسئله ده او هغوی نباید په خپلې ناکامۍ داسې توجیه کړي، پاکستاني چارواکي له خپلو مسوولیتونو څخه د خلاصون لپاره په افغانستان تور پورې کوي چې دا یې د ستونزو حللاره نه ده.”
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینایانو له وژل کېدو وروسته وویل: “د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.”
هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتوالي له امله د سرحدونو په وضعیت کې د بنسټیز بدلون اړتیا ده.
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک ط البان پاکستان (ټي ټي پي) غړي په افغانستان کې دي او له دغه هېواد څخه په پاکستان کې خپل پلان شوي بریدونه ترسره کوي.