Home » افغانستان » مجاهد: ماليه ورکوونکي دې د ماليې په ورکولو سره له نظام د ملاتړ مسووليت ادا کړي

مجاهد: ماليه ورکوونکي دې د ماليې په ورکولو سره له نظام د ملاتړ مسووليت ادا کړي

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، حکومت د مالياتو راټولولو او دغه راز په ټولو مالي برخو کې رڼوالي ته ژمن دی او هېڅ ډول بې باوري وجود نه لري.

نوموړي چې نن شنبه د سوداګرۍ وزارت له لوري د مالياتي اوونۍ د پيل په مراسمو کې يې خبرې کولې وويل، اړتيا ده چې ټول ماليه ورکوونکي پر وخت د خپلې ماليې په ورکولو سره، له نظام او حکومت د ملاتړ په اړه خپل مسووليت ادا کړي.

مجاهد زياته کړه اقتصادي ستونزې د اوږدې مودې لپاره دوام نه شي کولي، خو خبره يې مشروط پر دې چې د ماليې ورکولو ترڅنګ خپل موجوده امکانات پر کار واچول شي.

ذبيح‌الله مجاهد ډاډ څرګند کړ چې پر وخت د ماليې په ورکولو سره، اوسنۍ اقتصادي ستونزې د يوه منظم پلان له مخې حلېدای شي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت يو شمېر نورو چارواکو هم د يادې غونډې پرمهال له سوداګرو او کاروباريانو وغوښتل چې خپله ماليه پر وخت تاديه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...