Home » افغانستان » مجاهد: له امريکا سره په ټيټه کچه د خبرو تسلسل روان دی، نه د لوړې کچې مذاکرات

مجاهد: له امريکا سره په ټيټه کچه د خبرو تسلسل روان دی، نه د لوړې کچې مذاکرات

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد چې تازه د ترکيې له سفر څخه هېواد ته را ستون شوی وايي، په دوحې کې له امريکا سره د لوړې کچې نوي مذاکرات نه دي پيل شوي.

نوموړي چې نن شنبه د (لړم په ۱۴مه) خبري کنفرانس ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه مالومات وړاندې کول وايي، وخت ناوخت د افغانستان او امريکا د استازو ترمنځ مذاکرات کېږي؛ خو زياتوي چې دا مذاکرات د لوړې کچې نه دي.

د مجاهد په خبره، له هېواد څخه دباندې د افغانستان ناسم انځور نړۍ ته وړاندې شوی او زياتوي چې د دې ناسم انځور له امله نړيوال فکر کوي، چې په افغانستان کې ناامني زياته او دغه هېواد د نشه‌يي توکو د توليد عمده مرکز دی.

هغه وايي، چې ترکيې ته د سفر پرمهال يې د دې هېواد په ۴ ولايتونو کې له پانګوالو او صنعتکارانو سره ناستې کړي او زياتوي چې په يادو ناستو کې يې ياد پانګوال او صنعتکاران د افغانستان په کانونو، د کرنې په ميکانيزه کولو او نورو برخو کې پانګونې ته هڅولي.

مجاهد په تخنيکي برخه کې د متخصصانو روزنه او جلبول اړين بولي او زياتوي چې په دې موخه يې په ترکيې کې د ليدنو پرمهال متخصاصان قانع کړي، چې بانکوالۍ، پانګونې، د برېښنا په توليد او دغه راز د محصولاتو د پروسيس په برخه کې له افغانستان همکاري وکړي.

ذبيح‌الله مجاهد يو وار بيا د سرپرست حکومت رسميت پېژندنه د ملګرو ملتونو پر ملحوزات او دغه راز له امريکا سره د هېوادونو پر نزاکتونو پورې تړي.

د هغه په خبره، که څه هم حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی خو په خبره دامهال له هېوادونو سره د افغانستان ټول تعاملات رسمي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...