د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي چې راتلونکی پسرلی په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي.
نوموړي له اسوشيېيټيډ پرېس اژانس په مرکه چې پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپره شوي ويلي، تمه ده چې حکومت به د نوي لمريز کال د وري په مياشت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي.
مجاهد زياته کړې د نجونو د خوندي زدهکړو لپاره د اسانتياوو رامنځته کول خورا مهم دي. د نوموړي په خبره، د نجونو او هلکانو ټولکي بايد جلا شي، د نجونو لپاره خوندي ليليې بايد جوړې او دغه راز د ښوونځيو د ودانيو ستونزې بايد له منځه لاړې شي.
مجاهد ښوونځيو د بيا پرانيستو په اړه څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.