د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له سیمهییزو هېوادونو غواړي چې په اقتصادي برخه کې د دوی لاسته راوړنې په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د ثبات پر تامین تمرکز وکړي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د سیمهییز ابتکار غونډه د نورو غونډو په ځانګړې توګه د فبرورۍ ۱۸د دوحې غونډې لپاره ګټوره بللې او ویلي یې دي چې ا.ا له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی، خو ټینګار یې کړی چې نړۍ هم باید کوچنۍ مسئلې پلمه نه کړي او له دوی سره د تعامل لارې تنګې نه کړي.
مجاهد رویداد ته وویل: “امنیت او ثبات په هېواد او سیمه کې یوه کلیدي او اړینه مسئله ده. نړۍ نباید په دغو غونډو کې اساسي موخې، لکه د هېواد او سیمې اقتصادي ثبات له پامه وغورځوي او کوچني موضوعات وڅېړي.”
نوموړی زیاتوي د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د سیمې پر اقتصاد مثبته اغېزه لري او اړتیا ده چې ملاتړ ترې وشي.
له بلې خوا یو شمېر کارپوهان دا ډول غونډې په دې شرط ګټورې بولي چې د دواړو لورو تمرکز پر ټاکل شویو موخو وي او دوهاړخیزو ګټو ته پکې پام وشي.
د سیاسي چارو شنونکی، مطیع الله ارینپور وایي چې د دوحې په تعقیبي غونډه کې د دواړو لوریو اساسي موخې د اقتصادي ثبات، له بشري بحران او په افغانستان کې له ګډوډۍ څخه د مخنیوي لپاره تعامل دی.
نوموړی زیاتوي: “د دوحې په تعقیبي غونډه کې، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۸مه پیل شي، ا.ا او ملګري ملتونه غواړي چې پر غیرسیاسي مسایلو ډېر وغږېږي. د بشري حقونو تامین، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې به د یادې غونډې حاشیوي بحثونه وي.”
د سیاسي چارو بل شنونکی، عزیز معارج وایي: “د دوحې راتلونکې غونډه د لوېدیځو هېوادونو تر نفوذ لاندې ترسره کېږي. داسې غونډې هغه وخت ګټورې وي چې ا.ا په کورني سیاست او د افغانستان او نړۍ د ګټو په پام کې نیولو سره مقابل لوري ته قناعت ورکړي.”
د دوحې دوه ورځنۍ غونډه به د فبرورۍ پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، انتونیو ګوېتریش په کوربتوب وشي او د ګوېتریش د ویاند «استیفن دوچاردیک» په وینا چې د دې غونډې موخه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي منظم لیدلوری او فعالیتونه بلل شوي دي.