Home » افغانستان » مجاهد: د پراخ بنسټه او ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو هڅې دوام لري

مجاهد: د پراخ بنسټه او ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو هڅې دوام لري

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د يوه داسې ټول‌شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره چې د افغانستان ټول اقشار په کې شامل وي، هڅې لا هم دوام لري.

دا څرګندونې د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې کړي دي. د نوموړي اژانس د راپور له مخې، مجاهد ويلي چې د اقتصاد وزارت د معين په توګه د ډاکټر لطيف نظري ګمارل کېدل، د يوه ټول حکومت رامنځته کولو په اړه د روانو هڅو ښکاره ثبوت دی.

د روېټرز د راپو له مخې، ټول‌شموله حکومت او د بشري حقونو رعايت هغه عمده مسئلې دي، چې نړيوال غواړي د اقتصادي فشارونو له لارې طالبان دې کار ته وهڅوي.

د راپور له مخې، د يادو اقتصادي فشارونو له امله افغانانو کاري فرصتونه لاسه ورکړي او دا دې سبب شوې چې له اقتصادي پلوه د توکو د اخيستو توان له لاسه ورکړي.

روېټرز په دې راپور کې د ژمي له را رسېدو سره پر بشري وضعيت هم تمرکز کړی او ويلي يې، دامهال ډېری افغانان د خوړو لپاره څه چې ان د کور ګرمولو لپاره هم امکانات نه لري.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا له روېټرز سره په خبرو کې د يادو ستونزو د حل په موخه له امريکا غوښتنه کړې، چې د افغانستان کنګل کړې شتمني بېرته ازاده کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...