Home » افغانستان » مجاهد: د ټول هېواد په کچه صنعت‌کارانو ته د ځمکې د وېش لړۍ پيل شوې

مجاهد: د ټول هېواد په کچه صنعت‌کارانو ته د ځمکې د وېش لړۍ پيل شوې

د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين ذبيح‌الله مجاهد وايي، دا مهال په ټول هېواد کې صنعت‌کارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

نوموړي په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، له دې سره به د صنعت‌کارانو هغه ستونزه چې له کلونو راهيسې د ځمکې نشتوالي له امله ورسره مخ دي، په بشپړه توګه حل شي.

مجاهد دغه راز ويلي، په اوس کې يونيم ميليون کسان د غاليو د اوبدلو پر صنعت بوخت دي.

نوموړی داسې مهال صنعت‌کارانو ته د ځمکې د وېش خبره کوي چې په وروستيو کې يو شمېر سوداګر او پانګوال بېرته هېواد ته راستان شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...