Home » افغانستان » مجاهد: د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ګډون شرایط لا نه دي نهايي شوي

مجاهد: د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ګډون شرایط لا نه دي نهايي شوي

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دوحې په تعقیبي غونډه کې د ا.ا د استازي د ګډون د ا.ا د چارواکو له خوا نه دي نهایي شوي او دا موضوع د ارزونې په حال کې ده.

هغه تر دې وړاندې ویلي وو که د ا.ا د حکومت لاسته راوړنې په پام کې ونه نیول شي، د حکومت شرایط ونه مني او د کوچنیو مسایلو په اړه بحثونه کول او د حکومتونو لخوا د دغه حکومت په رسمیت نه پېژندل به له نړۍ سره د افغانستان تعامل ستونزمن کړي.

له بلې خوا د ا.ا ځینو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د ا.ا استازي په کابل کې د ملګرو ملتونو او قطر له استازو سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره شپږ شرطونه اېښي دي.

د دغو سرچینو په وینا، له دې شرطونو څخه یو په ملګرو ملتونو کې ا.ا ته د څوکۍ سپارل دي.

د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ (د چنګاښ ۱۰ او ۱۱مه) د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره کېږي.

ملګرو ملتونو د دې غونډې موخه له افغانستان سره په همغږۍ او منظم ډول د نړیوالې ټولنې د اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...