د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، سرپرست حکومت ټول هغه معيارونه چې د نړيوالو له لوري رسميت پېژندلو ته اړين دي، پوره کړي دي.
نوموړي نن يکشنبه د (وري په ۲۹مه) د کابل په هوايي ډګر کې د متحده عربي اماراتو له لوري تازه افغانستان ته د لېږل شوو بشري مرستو تسليمولو پرمهال خبريالانو ته وويل، د سرپرست حکومت له لوري د معيارونو په پوره کولو سره نړيوال ته داسې پلمه نه ده پاتې، چې پر بنسټ دې د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل وځنډول شي.
مجاهد هيله څرګنده کړه چې په نړيوالو قضايعو کې د افغانستان رول ته په پام سره دې، هر څه ژر اوسنی سرپرست حکومت په رسميت وپېژندل شي.
له دې سره ذبيحالله مجاهد د يو شمېر هېوادونو هغه پرېکړه چې له افغانستان سره يې خپلې بشري مرستې مشروطې کړي، غېر عادلانه وبلله او زياته يې کړه، چې يادې بشري مرستې بايد له سياسي مسايلو سره غوټه نه شي.
په ورته وخت کې مجاهد وويل چې د نجونو ښوونځيو په بېرته پرانيستل کيدو هم کار روان دی، خو دا يې ونه ويل چې ياد کار به يې کله بشپړ او د نجونو ښوونځي به څه وخت بېرته پرانيستل شي؟