Home » افغانستان » مجاهد: د تېر ماښام په عملياتو کې ۲ تنه ووژل شول
Taliban spokesperson Zabihullah Mujahid looks on during a press conference in Kabul on August 24, 2021 after the Taliban stunning takeover of Afghanistan. (Photo by Hoshang Hashimi / AFP)

مجاهد: د تېر ماښام په عملياتو کې ۲ تنه ووژل شول

 د سرپرست حکومت ویاند وايي، چې تېره شپه یې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د شریرو کړیو یو مرکز له منځه وړی دی.

د ا.ا.ا ویاند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ( د کابل ښار اړوند کارته نو سیمه کې د ا.ا ځانګړو مجاهدو ځواکونو د یو لړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې چې د شریرې کړۍ په یو پټنځای تر سره شول، ۲ تنه یې ووژل شول او پټنځای یې له منځه یوړل شو.)

مجاهد د دغو عملياتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

سرپرست حکومت په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو حملو ته زور ورکړی.

استخباراتو په روانه اوونۍ کې په نیمروز کې او له هغه مخکې په بلخ ولایت کې د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو او د یو شمېر وسله‌والو د وژلو خبر ورکړ.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...