د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، موده وړاندې په افغانستان کې د نيول شوو برېتانوي وګړو د خلاصون خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دا کار د يوه تفاهم له مخې شوی دی.
نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د برېتانيې له حکومتي چارواکو سره له متواترو ناسته وروسته، له زندان څخه د يادو کسانو پر خلاصون هوکړې ته رسېدلي دي.
مجاهد که څه هم د شوي تفاهم په اړه جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې دا کسان ۶ مياشتې وړاندې له دې کبله نيول شوي وو، چې د افغانستان قوانينو او فرهنګ خلاف يې کړنې کولې.
په ورته وخت کې پرون د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې د اسلامي امارت له لوري د خپلو ۵ وګړو د خلاصون موضوع تائيد کړې ده.
په اعلاميه کې د طاالبانو د دې کار هرکلی شوی او زياته شوې، چې يادو برېتانوي وګړو په افغانستان کې د برېتانيې له حکومت سره کار کاوه او افغانستان ته يې د سفر نه کولو په اړه سپارښتنه په پام کې نه وه نيولې.
په اعلاميه کې له دې کبله که يادو ۵ برېتانويانو د افغانستان د فرهنګ خلاف کار کړی وي، د کورنيو په استازولۍ يې له افغانانو بښنه غوښتل شوې ده.