د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وايي، چې د استخباراتو رياست اړوند ځواکونو د تخار په مرکز تالقان ښار کې يو لړ ځانګړي عمليات ترسره کړي او په ترڅ کې يې د داعش ۸ مهم غړي وژل شوي دي.
نوموړي پرون شنبه ناوخته د (غبرګولي په ۲۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې ياد عمليات د تالقان ښار ۴مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش ډلې د تمویل، تجهیز او روزنې پر مرکز ترسره شوي دي.
مجاهد زياته کړې، چې د استخباراتو رياست اړوند ځواکونو له لوري په دې ترسره شوو عملياتو کې، د يونس ازبکستاني په شمول چې د داعش ډلې مهم قومندان دی، د يادې ډلې ۸تنه کليدي غړي وژل شوي دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په شمول امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې د داعش او القاعده تحرکات له ګواښ ډک بللي او ويلي يې دي چې دامهال د افغانستان په ختيځ کې له ۱۵سوه تر ۳زرو د داعش جنګيالي موجود دي.
خو اسلامي امارت په وار وار ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې فزيکي حضور نه لري او د يادې ډلې فعاليتونه په هغه کچه کې نه دي چې ګواښ پېښ کړي.