د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد مني چې دامهال په افغانستان کې د عامو افغانانو اقتصادي وضعيت ناسم دی او زياتوي چې وضعيت په پام سره په اوس کې اسلامي امارت د اقتصاد له پلوه له عمده ننګونې سره مخ دی.
نوموړي نن يوه خبري کنفرانس ته وويل، په اوسنيو شرايطو کې اقتصادي وضعيت خرابوالی د طالبانو پر وړاندې ننګونه ده، خو زياتوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه موخه له هېوادونو سره په اړيکه کې دي.
مجاهد په ورته مهال په هند کې د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو د استازو غونډه مهه بولي او زياتوي چې ياد هېوادونو د خپلو مشروع ګټو د تحقق په موخه په افغانستان کې د امنيت ټينګښت غوښتونکي دي.
نوموړي تمه وښوده چې دا غونډه به د افغانستان لپاره له تمې سره سم ښې او مثبتې پايلې ولري.
ټاکل شوې نن د سيمې هېوادونو استازي نن په هند کې سره جرګه شي او د افغانستان د وضعيت ترڅنګ به پر سيمهييز امنيت هم خبرې وکړي.