د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر پرون دوشنبه د کب ۱۴مه ویلي چې دا هېواد د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي د یو خبري کنفرانس په جریان کې افغانستان ته د مرستې رسونې د بودجې د کمښت په اړه ویلي امریکا د افغانستان بنسټیز اقتصادي مسایلو ته رسېدنه کوي.
هغه همداراز ویلي: “یو له هغو لارو چې موږ یې تعقیبوو سترو بنسټیزو اقتصادي مسایلو ته رسېدنه ده چې اوسنۍ بشرپاله مرستو ته اړین ثبات برابروي او افغانستان کې د اوسني انساني کړکیچ ډېری مسایلو کمولو سره مرسته کوي.”
د نوموړي په وینا امریکا د بشرپاله مرستو په برخه کې د افغانستان ستر مرستندوی دی او دا هېواد د ۲۰۲۱ زیږدیز کال اگسټ وروسته د افغانستان له خلکو سره له دوه میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر د شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال ۲۳.۷ میلیون تنه افغانستان کې بشرپاله مرستو ته اړتیا لري.