Home » افغانستان » متقي: په ايران کې له افغانانو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړيکي اغيزمنولی شي

متقي: په ايران کې له افغانانو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو اړيکي اغيزمنولی شي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي بېګاه شپه د (وري په ۲۱مه) په کابل کې د ايران سفير بهادر امينيان وربللی او په ايران کې يې د افغان وګړو پر وضعيت ورسره خبرې کړي.

نوموړي له افغان وګړو سره د ناسم چلند له امله د اعتراض څرګندولو ترڅنګ روښانه کړي، چې په ايران کې د افغان وګړو پر وړاندې ناسم چلند د دواړو هېوادونو د اړيکو په زيان دي.

متقي له امينيان غوښتي چې په دې اړه د افغانستان سرپرست حکومت اعتراض د ايران دولت ته ورسوي او په دې هېواد کې د افغانانو ستونزو ته سره لازمه رسېدنه وکړي.

خو په کابل کې د ايران سفير بهادر امينيان بيا په خواله رسنيو کې له افغان وګړو سره د ايران له لوري ناسم چلند په اړه خپرې شوې وېډيوګانې او انځورونه جعلي بللي.

نوموړي ويلي، يوه کړۍ په سيسټماټيکه توګه هڅه کوي چې د ورته وېډيوګانو او نځورونو په جوړولو سره، د ايران او افغانستان ترمنځ اړيکې ترېنګلې کړي.

نوموړي دا کار يوه رسنيزه دسيسه بللې او ژمنه يې کړې چې په ايران کې به مېشت افغان وګړو ته نورې اسانتاوې هم رامنځته کوي.

په ايران کې له افغان وګړو سره د ناسم چلند په اړه وېډيوګانو او انځورونو وروسته له هغې په خواله رسنيو کې غوغا جوړه کړه، چې د ايران په امام مظهر حرم کې پر روحانيون د چاقو بريد وشو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...