د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د اسلامي امارت رهبرۍ له تېرو ۴ لسيزو سياسي بدلونو څخه په کافي اندازه تجربې ترلاسه کړي او په خبره يې له يادو تجربو په ګټنې سره هره پرېکړه په تدبير کوي.
نوموړي نن يکشنبه د (غبرګولي په لومړۍ) د اسلامي امارت رهبر اختر محمد منصور د ۶م تلين په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خبرو پرمهال هغو راپورونو ته په شارې چې د سياسي احتمالي بدلون په اړه ورکړل شوي وويل، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ تدبير ته په پام سره په افغانستان کې د بل سياسي بدلون احتمال نشته.
متقي که څه هم په دې اړه د کوم چا نوم ياد نه کړ، خو ظاهرا يې اشار د مخکيني ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هغو څرګندونو ته وه، چې د جمهوريت د بېرته راتګ په اړه يې له بيبيسي سره په مرکه کې کړې وې.
متقي زياته کړه، چې د يوه بل بدلون لپاره نړۍ په افغانستان کې عوامل نه ويني او په خبره يې نه هم اوس نړۍ په افغانستان کې د بدلون فکر کوي.
له دې سره نوموړي د بانکي سيسټم فعالول، د بوديجه طرحه، پولي ثبات او د سياسي بنديانو نه موجوديت د اسلامي امارت د دويم ځلي واکمنۍ لاسته راوړنې وبللې. متقي زياته کړه چې د بهرني سياست په برخه کې کافي لاسته راوړنې شته او په خبره يې له همدې کبله د سيمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ښې ډيپلوماټيکي اړيکې لري.
نوموړی وايي، دامهال افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره په سياسي او اقتصادي برخو کې رغنده تعامل لري. متقي وايي، که څه هم په افغانستان کې اقتصادي ستونزې شته؛ خو زياته يې کړه چې داستونزې په هغه کچه نه دي چې جدي اندېښنې دې راپورته کړي.