د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي.
متقي په دې ليدنه کې زیاته کړې، چې د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې ټولې تخریبوونکې ډلې ځپلې او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره زياته کړې، چې حکومت د تېر يوه کال په موده کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق بند کړی او په خبره يې پر يادو توکو لسګونه زره روږدي کسان يې تر درملنې لاندې نيولي دي.
په ورته وخت کې متقي نړۍ له افغانستان سره په مرسته کولو کې مسووله وبلله او زياته يې کړه، چې نړيوال دې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي او په خبره يې دغه ډول بشري موضوعات دې نه سیاسي کوي.
متقي ټينګار کړی، چې پر افغانستان د فشار اچول ګټه نه لري او په باور يې اوس بایده دي چې د ګډو همکاریو لار خپله شي.
په دې ليدنه کې د ناوروې شارژدافير پال کلومان بکر هم په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام سره، په بشري برخو کې له افغانانو سره د همکاريو ډاډ ورکړی دی.