Home » افغانستان » متقي: له موږ څخه د رسمیت حق اخیستل شوی

متقي: له موږ څخه د رسمیت حق اخیستل شوی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په پنځوسمه ناسته کې ویلي چې « په غیرمنصفانه توګه د رسمیت پېژندلو حق» ترې اخیستل شوی دی.

نوموړي په دې ناسته کې، چې پرون په کامرون کې ترسره شوه، ویلي چې د افغانستان په میلیونونو ډالر د امریکا متحده ایالاتو لخوا بند شوي دي او پر افغانستان ناعادلانه اقتصادي تحریمونه وضع شوي دي.

متقي ویلي، «د رسمیت مشروع حق» او «په ځانګړو سازمانونو کې استازولۍ د انکار نه کولو حق» له ا.ا څخه اخیستل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان بانک د ټولې شتمنۍ د خوشي کولو، پر افغانستان د اقتصادي محدویتونو د لرې کولو او ا.ا پر چارواکو د سفر په بندیز د لرې کولو لپاره دې هڅې وکړي.

متقي ویلي چې دا تحریمونه د افغانستان بانک د دندو د تعلیق او هېواد د اقتصادي پرمختګ د ټکني کېدو لامل کېږي.

د هغه په وینا چې ورته محدودیتونه په سیمه کې د سوداګرۍ د کمښت او دوه اړخیزه یا څواړخیره اړیکو د کمزورتیا لامل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...