Home » افغانستان » متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی

متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د ګوانتانامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي ازادېدل د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوی فصل پرانيست.

نوموړي د بشير نورزي د ازادۍ په تړاو جوړو شوو مراسمو کې ويلي، له زندان د حاجي بشير ازادېدل دا پيغام لري، چې ستونزې د زور له لارې نه بلکې د مذاکرې له حلېدای شي.

متقي ټينګار کړی، که د ستونزو د حل په موخه مذاکرات وشي، مفاهمه رامنځته، د يوه او بل ګټې د متقابل احترام د اصل په چوکاټ کې په پام کې ونيول شي، مثبته پايله لرلی شي.

نوموړي دغه راز خوشبيني څرګنده کړه، چې د بشير نورزي د ازادۍ په موخه ترسره شوي مذاکرات به وکولی شي چې د راتلونکي لپاره د لا زياتو هر اړخيزو مذاکراتو دروازې پرانيزي.

که څه هم تر اوسه حکومت د حاجي بشير د ازادۍ څرنګوالی نه دی روښانه کړی، خو حکومت ته نږدې کسانو ويلي چې نوموړی مارک فريريچ په نوم له طالبانو سره د يوه زنداني امريکايي سرتېري په بدل کې ازاد شوی دی.

مارک په ۲۰۲۰ کال کې په خوست کې د طالبانو له لوري ونيول شو او کورنۍ يې د امريکا پر ولسمشر جوبايډن فشار راوړ چې د طالبانو له زندان يې ازاد کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...