Home » افغانستان » متقي له خپل پاکستاني سیال بوټو سره وکتل

متقي له خپل پاکستاني سیال بوټو سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي ، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه ناسته کې همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره بېلابیلې ناستې درلودې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...