Home » افغانستان » متقي له اهل تشيع مخورو سره په ليدنه کې د امنيت ډاډ ورکړی

متقي له اهل تشيع مخورو سره په ليدنه کې د امنيت ډاډ ورکړی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي پرون شنبه ناوخت د (غويي په ۱۷مه) په کابل کې د علماوو شورا له يو شمېر غړو او د اهل تشيع له ځينو مخورو سره ليدلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدلهار بلخي پرون په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دغه لېدنه د کابل په خاتم‌النبيين په مدرسه کې شوې ده.

په دې ليدنه کې د سرپرست حکومت له لوري د ټولو افغانانو د امنيت خونديتوب ډاډ ورکړل شوی دی. د اهل تشيع له مشرانو سره د اسلامي امارت د چارواکو دغه ليدنه وروسته ترهغې کېږي، چې په وروستيو کې د کابل په شمول په ځينو ولايتونو کې پر جوماتونو او مدرسو خونړي بريدونه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...