Home » افغانستان » متقي: د يوې لارې او کمربند پروژې له لارې سيمه‌ييز پيوستون کې ونډې اخلو

متقي: د يوې لارې او کمربند پروژې له لارې سيمه‌ييز پيوستون کې ونډې اخلو

په چين کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غونډې په څنډه کې نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه ناسته کړې.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير له قوله ليکلي، چې نوموړي په ياده غونډه کې د درېواړو هېوادونو ترمنځ پر متقابلو همکاريو ټينګار کړی.

 متقي زياته کړې، چې افغانستان د چین يوې لارې او کمربند له سترې پروژې ملاتړ کوي او لېوال دی چې د دې پروژې له لارې په سیمه‌ييز پيوستون کې ګټور رول ولوبوي.

له دې سره د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د درې اړخيزه غونډو پر دوام ټينګار کړی او لېوالتيا يې ښودلې چې يادې ناستې بايد پر همکاريو متمرکزې وي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په دې غونډن کې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی او زيات کړې يې ده چې پاکستان به د چین په مرسته د افغانستان په ملاتړ په سيمه‌ييز پيوستون کې ګډې هڅې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...