د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، افغانستان په سيمه او نړۍ کې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل ولاړو اړيکو رامنځته کولو په هڅه کې دی او له دې ډلې هند هم هغه هېواد دی، چې اسلامي امارت ورسره د مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.
نوموړي دا څرګندونې د هند CNNnews-18 ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې کړي دي. متقي ويلي، دامهال هم له هند سره د افغانستان اړيکې په عادي حالت کې دي او په خبره يې په دې هېواد کې د افغانستان سفارت او کونسلګيرۍ چې له اسلامي امارت سره همغږي لري، په عادي ډول خپل کارونه مخته وړي.
متقي زياته کړې، هند او افغانستان په سيمه کې ګاونډي هېوادونه دي او ترمنځ يې د سياسي او اقتصادي اړيکو موجوديت د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
نوموړي ويلي، هند په افغانستان کې يو شمېر اقتصادي پروژې لري او د نوو پروژو د کارونو له پيلېدو سره به د ځينو هغو پروژو کارونه هم بشپړ شي، چې نېمګړې پاتې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې په کابل کې د هند سفارت امنيت خوندي دی او باور لري چې دغلته د سفارت په پرانيستو سره به په راتلونکي کې د افغانستان او هند ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې نورې هم پياوړې شي.
اميرخان متقي د ښځو او بشري حقونو په برخه کې وروستي راپورو اوازې وبللې او زياته يې کړه چې دامهال هېڅ معترضه ميرمن په زندان کې نشته، په بشپړ ډول د نجونو او هلکانو پر مخ پوهنتونه، د هلکانو پرمخ ټول او د نجونو پر مخ تر ۶م ټولګي ښوونځي هم پرانيستل شوي دي.
نوموړي يو وار بیا پر هغو افغانانو چې د ځينو ملحوزاتو پر بنسټ بهر ته تللي غږ وکړ، چې خپلې ستونزې له حکومت سره شريکې کړي څو د ستونزو په حلولو سره يادو کسانو ته هېواد ته د راستنېدو فرصت برابر شي.
اميرخان متقي د مرکې په دوام سره په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د راتګ پرمهال د يادو توکو کچه صفر وه؛ خو د نوموړي په خبره په تېرو ۲۰ کلونو کې د نشهيي توکو کچه دومره زياته شوه، چې د هند په شمول ځيني نور ګاونډي هېوادونو هم ترې اغېزمن شول.