د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم تائيد کړه چې امريکايي الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته ننوځي او په خبره يې دا کار په ښکاره توګه د افغانستان د هوايي حريم نقض دی.
نوموړي چې نن چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال وويل، چې د امريکا له لوري د افغانستان د هوايي حريم نقضول د قطر په پلازمېنه دوحې کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې خلاف عمل دی.
متقي ټينګار کړی، امريکا حق نه لري چې د افغانستان له هوايي حريم ګټه پورته کړي. نوموړي زياته کړې، واشنګټن دې د دوحې هوکړې عملي کولو ته پابند پاتې شي او داسې ګام دې نه پورته کوي، چې د يادې هوکړې د نقض سبب کېږي.
د متقي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستيو کې يو وار بيا د افغانستان په هوا کې د امريکايي الوتکو د تګ راتګ زياتېدو ادعاوې شوي.
په دې ترڅ کې ځينو بهرنيو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د کابل په دهمزنګ سيمه کې امريکايي بيپيلوټه الوتکې يو وار بيا بريد کړی او په کې يې د القاعده شبکې يو مهم غړی چې تازه له مصر څخه افغانستان ته ستون شوی و، وژلی دی.
خو حکومت هغه مهال دغه خپاره شوي راپورونه رد کړل.
متقي د نننيو څرګندونو په دوام سره په کابل کې د روسيې سفارت ته څېرمه بريد ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه، چې په تېر يوه کال کې له يادې پېښې پرته د بهرنيو موسسو او سفارتونو پر وړاندې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې، چې يادو بنسټونو ته دې په کې زيان اوښتی وي.