Home » افغانستان » متقي: د امريکا اقتصادي بنديزونه په افغانستان کې د لوږې اساسي لامل دی

متقي: د امريکا اقتصادي بنديزونه په افغانستان کې د لوږې اساسي لامل دی

د افغانستان سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، سره له دې چې افغانستان له يوې خوا شل کلنې جګړې ځپلی، له بلې خوا د هېواد اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې هم دی.

نوموړي نن سې‌شنبه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته د خبرو پرمهال وويل، د امريکا له لوري پر افغانستان لګېدلي بنديزونه د دې لامل شوي، چې دغلته لوږه او بې‌وزلي زياته شي.

متقي زياته کړې چې يادو بنديزونو نه یوازې دا چې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د لېږد مخه یې نیولې، ترڅنګ يې افغانستان سرپرست حکومت هغه فعالیتونه هم ټکني کړي، چې ګټه یې یوازې او یوازې عام ولس ته رسېږي.

نوموړي وايي، حکومت له دغو ټولو ننګونو سره سره وتوانېده چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د ښوونې او روزنې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

متقي د پوهنتونونو، ښوونځيو پرانيستل او ورته د امکاناتو برابرولو ترڅنګ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ۷زره ښوونکو استخدام د حکومت لاسته راوړنې يادې کړي.

اميرخان متقي وايي چې د ښوونيزو، روغتيايي او د حکومت په نورو ادارو کې ښځینه کارکوونکې په ډاډمنه توګه کار کوي او په خبره يې په ځینو نورو برخو کې چې تر اوسه د ښځو د کار مناسب چاپيريال نه دی رامنځته شوی، نو ښځینه کارکوونکو ته يې په کور معاشونه ورکول کېږي.

د متقي په خبره له لسيزو بې‌ثباتۍ وروسته حکومت هوډ لري چې افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو پر مرکز بدل کړي. د نوموړي په خبره په افغانستان کې ثبات نه یوازې دا چې د ټولې سیمې ثبات تضمینوي، بلکې د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې هم مهم رول لري.

نوموړي ټينګار وکړ چې امريکا دې د دوحې هوکړې په عملي کولو کې جدي شي او دغه راز دې افغانستان کنګل کړې شتمني هم ازاده کړي.

هغه يو وار بيا ډاډ ورکړ، چې سرپرست حکومت به داعش او بلې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي څو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

متقي زياتوي چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو دي او په خبره يې د نړۍ له هېوادونو هم په دې برخه کې ورته غوښتنه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...