Home » افغانستان » متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي

متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي

د ط. البانو سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، هڅه کوي چې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانولو او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ژر له سياسي لارو حل کړي.

نوموړي دا څرکندونې نن چهارشنبه د (تلي په ۷مه) د سوداګرۍ، پانګونې او د کانونو او صنایعو د خونې له مشرتابه پلاوي سره په لېدنه کې کړې دي.

متقي ډاډ ورکړی چې د سوداګرو هغو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي، چې پر بهرنيو چارو وزارت پورې تړلي دي.

سوداګر شکايت کوي چې له هېواد دباندې د تجارت په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او نه شي کولی چې توکي په اسانۍ وارد او يا هم صادر کړي.

د سوداګرو له دې شکايتونو سره په کور دننه بازارونو کې د توکو او په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...